ایکنانیوز د پوځ د لوئې درستیزوالۍ له قوله راپور راکوي،د پاکستان د پوځ ستر قوماندان فیلیډ مارشل عاصم منیر پرون سه شنبې ورځې د ایران د اسلامی جمهوریت په لوئې درستیز والۍ کې په شتون سره د ایران د پوځ له لوي درستیز سردار محمد باقري سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
سردار باقري په دغې کتنې کې د فیلډ مارشل عاصم منیر او ورسره د پلاوي په تاوده هرکلي سره په دې په ټينګار سره چجې د پاکستان له هیواد سره د ایران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ډیره مینه او سټراټژيک نظر ډير ژور او تل پاتې دی ، ووئيل؛ د ایران او پاکستان دواړه هیوادونه د پولو د هردواړو خواؤ ته د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلو لپاره کلک او چورلټ هوډ لري او په پولو کې د کنټرول په باب د ایران او پاکستان د وسلوالو ځواکونو ترمینځ ترسره شوي غږملتیاوې ډيرې ارزښتمنې دي او باید دغه ملګرتیاوې لا پراخې او لوړې شي.
د ایران د پوځ لوی درستیز ددغې کتنې په پیل کې د فیلډ مارشل په ځائيګي د پاکستان د پوځ د قوماندان ددرجې دلوړتیا په باب په مبارکۍ وئيلو سره ، دغه درجه د جنرال عاصم منیر غوره وبلله او وې وئيل؛ تیر کال ورور او دوست هیواد پاکستان ته مو سفر په ډيرې قدرمنې او ویاړمنې میلمستیه او ډيرو ښو خاطرو سره یو ځاي ؤ او ددواړو هیوادونو پوځونه تل باید خپلې پوځي او دفاعي ملګرتیاوې او تعاملات په تولو سویو کې لوړ شي او د لا لوړتیا لپاره دې هڅه وشي.
ددغې کتنې په دوام کې فیلډ مارشل عاصم منیر هم د ایران د پوځ او د هیواد د ډیر تاؤده هرکلی او میلمه پالنې په مننې او قدرونې سره ، د ایران او پا کستان د وسلوالو ځ واکونو ترمینځ د تعاملاتو د سطحې په لوړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د پوځ ستر قوماندان ووئيل؛ د ایران پوځ په مختلفو حوزو کې له ارزښتمنو تجروبو برخمن دی او مونږ تل هڅه کوو ، له ایران سره امنیتی او دفاعي ملګرتیاوې پراخې او لوړې کړو.
فیلډ مارشل عاصم منیر په پاي کې په ګډو پولو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پاب د ملګرتیا په پیاوړتیا ټينګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4284988